سيکيورټي فوسز د بلوچستان په نوشکي کښې د ترهه ګرۍ لويه منصوبه ناکامه کړي او ټارګټډ آپريشن کښې ئې پينځه د ترهه ګرو اهم کمانډران وژلې دي ۔
نوشکي: سيکيورټي ذرائعو مطابق قانون نافذ کونکي ادارو ته خفيه اطلاع ترلاسه شوې وه چې ترهه ګرو د بلوچستان په نوشکي سيمه کښې د تخريب کارۍ منصوبه جوړه کړې ده ۔
خفيه اطلاع کښې وئيلي شو وو چې نوشکي سيمه کښې د ترهه ګرو ټهکانې هم موجود دي ، په دې اطلاع سيکيورټي فورسز ټارګټډ آپريشن کړې دې ۔
سيکيورټي ذرائعو وئيلي دي چې دغه دوران ترهه ګرو سره د ډزو سخته تبادله شوې چې پکښې د ترهه ګرو پينځه اهم کمانډران په موقع وژلې شوې دي ۔
سيکيورټي ذرائعو مخکښې وئيلي چې ګنړ شمير د ترهه ګرو ټهکانې ړنګې کړې کړې شوې دي او د دوي ولقې نه په لويه شميره کښې وسله ، بارودي مواد او مواصلاتي آلات هم ترلاسه شويدي ۔

