ماسکو: روس د ترهه ګرو نړيوال فهرست نه افغان طالبان ويستي دي، او دې لړ کښې په افغان طالبانو لګولي شوي ټول بنديزونه ئې هم ختم کړيدي ۔
بهر ملکي خبري ادارو ترمخه روس کال دوه زره دريم کښې افغان طالبان په بشپړه توګه د ترهه نړيوال فهرست کښې شامل کړي وو، ولې دوه زره يويشتم کښې د کابل قبضې او طالبانو حکومت جوړيدو نه پس د افغانستان او روس ترمينځ يو بل سره رابطې بحال شوې وې ۔
د روس لخوا لګولي شوي بنديزونه ختميدو نه پس د ماسو او افغان طالبانو قيادت ترمينځ اړېکو کښې بهتري راغلې وه، او دغې فيصلې سره اوس د دواړو ملکونو تعلقات نور ښه کيدو امکان دې ۔
د يادونې وړ دۀ چې دوه زره يويشتم کښې دوباره اقتدار سنبهالولو نه پس يو ملک هم د افغان طالبانو حکومت نۀ تسليمولو ، او بيا روس په مزه مزه طالبانو سره اړيکې ساتل شروع کړي وو ۔
تيرکال روسي صدر ولادي ميرپيوټن د ترهه ګرۍ خلاف جنګ کښې طالبان خپل اتحادي ګرځولي وو، او دې نه پس بيا د روسي پارليمان وروستو اټارني جنرل درخواست سپريم کورټ کښې جمع کړې وو ، په کوم چې اوس روسي سپريم کورټ دغه فيصله جاري کړې ده ۔