آئي ايس پي آر طرف نه جاري شوې بيان کښې وئيلي شوي چې د امريکې محکمه خارجه سينئر افسر ايرک ميئر مشرۍ کښې وفد جي ايچ کيو کښې آرمي چيف جنرل عاصم منير سره اهم ملاقات کړيدې ۔
آئي ايس پي آر مطابق په دې موقع امريکائي وفد پاکستان کښې د سرمايه کارۍ غوره فضا باندې اطمينان څرګند کړې او پاکستان کښې ئې سرمايه کاري کولو کښې د دلچسپۍ اظهارهم کړېدې ۔
ملاقات پر مهال دواړو فريقينو د دوه اړخيزه تعلقاتو مثبت لارو باندې د اعتماد اظهار کړې او اړيکې نورې مضبوطولو لپاره تعاؤن سيوا کولو باندې اتفاق هم کړيدې ۔
آئي ايس پي آر مخکښې وئيلي چې ملاقات کښې د دوه اړخيزه اړيکو مثبت پيشرفت ، عالمي حالات او علاقائي سيکيورټي باندې هم خبرې شوي ، په دې موقع د دواړو ملکونو تعلقاتو سمت مثبت ګرځولي شوي او نورې مضبوطيا لپاره تعاؤن ته وده ورکولو باندې هم اتفاق شويدې ۔