کرم: د کوزې کرمې په مختلفو سيمو کښې د دوه ورځې وقفې وروستو سيکيورټي فورسز د شرخوښو خلاف يو ځل بيا آپريشن شروع کړېدې ،چې پکښې نور يوشمير شکمن کسان نيولي شويدي ۔
د کوزې کرمې کومو کلو کښې چې آپريشن دوباره شروع شوې هغې کښې کلو ډاډکمر، اوچت، مندوري او چارخیل شامل دي ۔
د احمدي شمع آپریشن ایس ایچ او شهید خان خیبرنیوز ته وئيلي چې تر دې دمه په درځنونو شکمن تنان پولیس په خپله ولقه کښي اخیستي دي ۔
پوليس وینا ده چې د سلو نه سیوا خاندانونو تر دې مهال خپلو کورونو څخه ګډې کړي دي ،او کومې کورنې چې په خپلو کورونو کښي میشته دي، هغوې د خپلو کورونو څخه بهر نشی وتې ۔
په ټوله سيمه کښې شرۀوښو خلاف آپريشن دوران کرفیو نافذ ده او سیمې اولس د يو شمیر ستونزو سره مخ شوی دي ۔