پاکستان د سيريز په وړومبي ون ډے ميچ کښي جنوبي افريقي ته په دريو وکټو ماتي ورکړي ، د پاکستان صائم ايوب خوند ور بيټنګ کړے او يوسل نهه رنز ئي جوړ کړي ۔
پاکستان د دوه سوؤ ،څلويښت رنز هدف د اووه وکټو په زيان آخري اوور کښي حاصل کړے ، صائم ايوب د غوره بيټنګ مظاهره کړي ، يوسل ،نهه رنز ئي جوړ کړي ، د صائم ايوب په اننګز کښي لس چوکي او دري چهکي شاملي وي ، دا د هغه د کيرئير دويمه سنچري وه ۔
سلمان علي آغان دوه اتيا رنز سکور کړي ، بابر اعظم دري ويشت او محمد رضوان صرف يو رن جوړيدو نه پس آؤټ شوي وو ۔
دي نه وړاندي جنوبي افريقي په مقرره اوورز کښي د نهه وکټو په زيان دوه سوه ،نهه ديرش رنز جوړ کړي وو ، جنوبي افريقي خلاف سلمان علي آغا څلور وکټي حاصل کړي وي ۔
دريو ميچونو سيريز کښي پاکستان ته د يو صفر برتري حاصل شوي ، پاکستان او جنوبي افريقي ترمينځه دويم ون ډے به سبا له کيپ ټاون کښي لوبيږي ۔