د پاک فوج اطلاعاتو اداره آئي ايس پي آر لخوا جاري شوې بيان کښې وئيلي شوي چې د بلوچستان مختلفو علاقو او د خېبر پښتونخوا ضلع بنو کښې مختلفې کاروائيانې کړېدي ۔
آئي ايس پي آر وئيلي چې سيکيورټي فورسز د بلوچستان مختلف برخو کښې عمليات کړي چې پکښې څلور ترهه ګر وژلي شويدي ۔
آئي ايس پي آر وائي چې دا عمليات د بلوچستان آواران، ډيره بګټي او کيچ سيمو کښې ترهه ګر شويدي ۔
آواران کښې وژلي شوي دوه ترهه ګر د نياز عرف ګهمن او ظريف عرف شاه جهان په نومونو پيژندلي شوي، دغه رنګ ډيره بګټي او کيچ کښې هم کاروائيانې شوې چې پکښې يو، يو ترهه ګر وژلې شويدي ۔
آئي ايس پي آر خپل بيان کښې مخکښې وئيلي چې سيکيورټي فورسز ضلع بنو کښې هم عمليات کړي، دې دوران درې درې ترهه ګر وژلي او دوه نور ژوبل شويدي ۔
آئي ايس پي آر مخکښې وائي چې دې عملياتو کښې د ترهه ګرو نه لوئې مقدار کښې وسله او ګوله بارود برآمد کړې شوي، وژلي شوي ترهه ګر سيکيورټي فورسز او عام خلقو باندې حمله کښې ککړ وو ۔