اسلام آباد: سي پي پي اے جي د فيول چارج ايډجسټمنټ په مد کښې اوو پنځوس پيسې في يونټ کمې خواست کړې وو، نيپرا په دغه خواست شپږويشتم ستمبر عوامي سماعت کړې وو ۔
نيپرا ترمخه مطابق د جولائي فيول چارجز ايډجسټمنټ اوو ديرش پيسې في يونټ کمې سره اګست بلونو کښې چارج کړې شوې وو،د اګست ايف سي اے جولائي په نسبت به صارفينو نه نور نهه څلويښت پېسې في يونټ کم چارج کولې شي ۔
نيپرا وائي چې دغه ريليف به صارفينو ته اکتوبر بلونو کښې ورکولې شي، کوم صارفينو ته چې بلونه موصول شويدي هغو ته به دغه ريليف نومبر مياشت کښې ورکولې شي ۔
بغير د لائف لائن، پري پيډ صارف او اليکټرک وهيکل چارجنګ اسټيشنز ټسکوز په ټولو صارفينو به وي، دغه ريليف اطلاق به اليکټرک صارفينو باندې نه وي ۔