صدر مملکت آصف علي زرداري د جسټس يحيیٰ آفريدي د چيف جسټس آف پاکستان په حيث د تعيناتۍ منظوري ورکړې او دې لړ کښې باقاعده نوټيفکيشن هم جاري شويدې ۔
ايوان صدر اسلام آباد لخوا جاري شوې نوټي فکيشن مطابق نوې چيف جسټس يحيیٰ آفريدي به په شپږيشتم اکتوبر د چيف جسټس عهدې حلف پورته کوي ۔
اعلاميې ترمخه صدر مملکت د جسټس يحيیٰ آفريدي تعيناتي شپږيشتم اکتوبر نه دري کالو پوري کړې ، صدر پاکستان د چيف جسټس پاکستان تعيناتي د آرټيکل يوسل پينځه اوويايم اے دري ، يوسل اووه اوويايم او يوسل نهه اوويايم لاندې کړيده ۔
اعلاميې ترمخه صدر مملکت د جسټس يحيیٰ آفريدي په شپږيشتم اکتوبر باندې د چيف جسټس د حلف اخيستو منظوري هم ورکړېده ۔
پارليمانې کميټۍ د جسټس يحيیٰ آفريدي د چيف جسټس په حيث د تعيناتۍ منظوري ورکړي وه ، هغې نه پس وزير اعظم شهباز شريف صدر پاکستان ته د جسټس يحيیٰ آفريدي چيف جسټس آف پاکستان تعينات کولو سفارش ليږلے وو، د کوم چې حتمې منظوري صدر مملکت ورکړې ده ۔