د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ اجلاس د سپيکر بابر سليم سواتي مشرۍ کښې يو ځل بيا ناوخته شروع شوې وو،اجلاس دوران هم بجلۍ پټ پټونې کړي، د بجلۍ بار بار لوډشيډنګ لوجې ايوان په تيارۀ کښې ډوب شوې وو،سپيکر د ايوان کاروائي جاري ساتلو وينا هم کړې وه ۔
غونډه کښې د پي ډي اے آپريشن متاثرينو ته ادائيګي کولو قرارداد منظور شوې، قرارداد کښې وئيلي شوي چې تر څلو د زمکې انتقالات نۀ وي شوي ترهغې دې آپريشن اودرولې شي ۔
قرارداد کښې مخکښې وئيلي شوي چې پي ډي اے ته د کومو کسانو څومره بقاياجات دي هغه دې پورا پورا ادا کړې شي او چې ترڅو د زمکې قيمت نۀ وي مقرر شوې ترهغې دې کاروائي هم اودرولې شي ۔
اجلاس کښې د جنوبي و زيرستان نوم محسود قبيلې باندې کيښودو قراردادونه هم منظور شويدي، قرارداد د صوبائي اسمبلۍ غړي آصف خان وړاندې کړې چې پکښې وئيلي شوي چې بره وزيرستان کښې د محسود قبائل شميره زياته ده،دې کښې دې د محسود قبائل شناخت شامل کړې شي،د ضلعې شناخت دې د دغه ضلعې ميشته خلقو حساب سره کيښودې شي ۔
اجلاس دوران بهر ملک کښې ميشتۀ پاکستانيانو بلاک کړې شوې شناختي کارډونه جاري کولو قرارداد هم منظور شوې، دغه قرارداد هم رياض خان وړاندې کړې وو، قرار داد کښې وئيلي شوي چې د ملائشيا غبرګ شهريت لرونکي کسانو شناختي کارډونه بلاک کولې کيږي، د نادرا د دې اقدام لوجې د خېبرپښتونخوا د خلقو مشکلاتو سره مخ دې ۔