په چین کښې د روان ايشين هاکي چمپینز ټرافي اولني سيمي فائنل کښې د پاکستان او کوربه چین ترمينځ ترسره شوې ۔
د کوربه چين ټيم سيمي فائنل کښې پاکستاني ټيم ته شکست ورکړې او د ټورنامنټ فائنل لپاره ئې کواليفائي کړېده ۔
د لوبې اولني کوارټر کښې دواړو ټيمونو يو ګول هم نۀ وو کړې، او نۀ ورته پنالټي کارنر ميلاؤ شوې وو۔
دوئم کوارټر کښې پاکستان ته څلور پنالټي کارنر ميلاؤ شوي ووولې پاکستاني ټيم په يو هم ګول نۀ وو کړې ۔
ديارلسم منټ باندې کوربه ټيم چين ته اولنې پنالټي کارنر ميلاؤ شو ، په کوم چې يو ان لين ګول اوکړو او ميچ کښې ئې برتري ترلاسه کړه او دغه شان هالف کوارټر پورې کوربه ټيم ته د يو ګول برتري حاصل وه ۔
دريم کوارټر کښې د پاکستان احمد نديم ګول اوکړو او دغه شان ميچ برابرولو کښې ئې لوئې کردار ادا کړو۔ ولې پاکستان ته د ګول کولو بار بار موقعې ميلاؤ شوې خو فائده ئې ترې پورته نکړې شوه ۔ او دغه شان د ميچ آخره پورې لوبه يو ،يو ګول سره برابر پاتې شوې وه ۔
دې نه پس سيمي فائنل نتيجه خيز جوړولو لپاره دواړه ټيمونو له پنځه پنځه پنالټي شوټ آؤت ميلاؤ شوي وو ۔
دغه پنالټي شوټ آؤت کښې پاکستان خپل اولني څلور موقعې ضائع کړې وې ،ولې چين په دغه کښې دوه ګولونه کړي وو ۔
دغه شان چين سيمي فائنل کښې پاکستاني ټيم ته شکست ورکړو او فائنل لپاره ئې کواليفائي اوکړه ۔