په کوئټه ښار کې په هر قسمه جلسو، او ریلیانو باندے بندیز لګول شوی دی ،او په ریډ زون کې چا ته هم د احتجاج او جلسې اجازه نشته.
د کوټې ضلعې انتظاميه وايي چې ځينې عناصر د خپلو مزموم مقاصدو د ترلاسه کولو لپاره د احتجاجونو او جلسو هڅې کوي، چې له امله به په کوټه ښار کې يو ځل بيا ګډ وډي رامنځته شي او د عامو خلکو ژوند به له ستونزو سره مخ شي. د دې له امله انتظاميه مجبوره شوې ،چې په کوئټه ښار کې دفعه یوسل څلور څ لوېښت نافذ کړي او هیچا ته هم په ریډ زون کې د احتجاج او جلسې اجازه نه ورکول کیږي.
بلخوا ښار ته داخلې او خارجي لارې بند کړلې شوې او ، هزار ګنجي، لک پاس، ویسټرن بائي پاس او سبي روډ باندې د نامعلومې مودې لپاره کنټینرز هم ایښودل شوي دي .