دسپریم کورټ د فیصلی په رنړا قومی احتساب بیورو خېبر پښتونخوا یوسل شپیته کیسونه دوباره احتساب عدالتونو ته لیږي چی کومو سماعت دوباره شروع شوی نیب ارډننس کښې ترمیم نه پس هغه کیسونه د احتساب عدالتونو نه نیب ته واپس کړی شوی وو۔
د نیب ویاند مطابق نیب خیبر پښتونخوا پنځوس کروړ روپو مالیت نه کم د کرپشن کيسونه واپس د پیښور احتساب عدالتونو ته لیږلی شوی چی د کومو دوباره سماعت سلسله شروع شوی د نیب ویاند زیاته کړی چی کله نیب ارډننس کښې ترمیم اوشو نو هغه وخت پنځوس کروړه روپۍ مالیت نه کم کرپشن کیسونه نیب ته واپس کړی شوی۔
پنځلسم ستمبر د سپریم کورټ د فیصلی په رنړا کښې کیسونه واپس احتساب عدالتونو ته لیږلی شوی په فیصله لیکلی شوی وو چی یو هفته کښې دننه دی نیب کیسونه احتساب عدالتونو کښې دوباره داخل کړی۔