ضلع مالاکنډ بټ خيله کي په نجي هسپتال کي مبينه طور باندي د ډاکټر غفلت په وجه مريض پحق رسيدلي، ويلي کيږي چي ډاکټر مريض ته د اپريشن لپاره دومره نشه ورکړي وه ، چي مريض د زياتي نشے په وجه پحق رسيدلي، د لواحقينو د متعلقه ډاکټر خلاف مقدمه درج کړي ده
دا واقعه د بټ خيلي بهادر خان روزي خان هسپتال کي مخي ته راغلي، چرته چي په مبينه توګه اي اين ټي سرجن ډاکټر نور اسلام يو مريض ته د اپريشن لپاره نشه ورکړي وه، د زياتي نشے په وجه مريض پحق رسيدلي، تاهم هسپتال انتظاميه وائي چي مريض د زړه دورے له وجي مړ شوي دي، پحق رسيدلې تن لواحقينو په ډاکټر باندې د غفلت الزام لږولې او مقدمه ئې پرې درج کړيده