د خیبرپښتونخوا د قانون او بشري حقونو ډایرکټر جنرل غلام علي په پېښور کې د فری لانس خبریالې راني عندلیب او د هغې د دوو خویندو په ضد د تشدد په پېښه ژور افسوس ښودلې. نوموړي وویل چې دغه پېښه د افسوس وړ ده او دوی له متعلقه چارواکو سره په رابطه کې دي ترڅو د بشري حقونو د خوندي ساتلو او د متاثره کسانو ته د انصاف ورکولو لپاره ټول ممکن ګامونه واخلي.
نوموړي دغه څرګندونې په خپل دفتر کې د انساني حقوقو فعالانو سره کړي. په دی موقع د “بول اُٹھو تحریک” غړي هم موجود وو.
د “بول اُٹھو تحریک” يو غړي ډایرکټر جنرل ته معلومات ورکړل چې په دې وروستیو کې د پېښور په ښاري سیمو کې د ښځو په ضد د تاوتریخوالي څو پېښې رپورټ شوې دي، چې د درې خویندو – ناهید جهانګیر، سلمه جهانګیر، او راني عندلیب – په ضد د تشدد پېښه هم پکې شامله ده. دوی وویل چې دا پېښه د اندېښنې وړ ده، ځکه چې د عام سړک د پاسه په ښځو تشدد شوی دی.
د قانون او بشري حقونو ډایرکټر جنرل غلام علي دا هم وئيلي چې دوي دا پېښه په خپله څاري، او دا چې متاثره زنانؤ ته به پوره انصاف ورکړی کيږي.
پېښور کې په دری خویندو تشدد، د قانون او بشري حقونو ډي جي وائي چې د پېښې په خپله څارنه کوي
څرگندونې نشته2 Mins Read