آرمي چيف جنرل عاصم منير د آرمي ويټرنز په اعزاز کښې استقباليه ورکړې، دستوره کښې د فوځ ريټائرډ افسرانو او ځوانانو ګډون کړې ۔
په دې موقع آرمي چيف د فوج سابق آفسرانو خدماتو ته خراج تحسين وړاندې کړې، او د قوم تاريخ په تشکيل ئې د ويټرنز کردار ستائنه کړې
د پاک فوځ تعلقات عامه اداره آئي ايس پي آر لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدې، چې آرمي چيف جنرل عاصم منير د فوځ سابق آفسرانو او ځوانانو په اعزاز کښې استقباليه ورکړې
په دې موقع آرمي چيف ملک ته ورپيښ چيلنجونو مقابلې لپاره پۀ اتفاق او اتحاد زور راوړې او وئيلي دي چې د فوځ ويټرنز د ملک تعمير او ترقې کښې لوئې کردار لوبوؤلې ۔
آرمي چيف عاصم منير د دښمن عناصرو لخوا جعلي خبرونو او پروپيګنډې په اړه خبردارې ورکړې او وئيلي دي چې دا ډول پروپيګنډې د اولس او فوځ ترمينځ تعلقات کمزورې کوؤلو کوشش دې، ويټرنز او قام دې دا ډول کوششونه ناکام کړي ۔
آئي ايس پي آر وائي چې د فوځ ويټرنز په عسکري قيادت باندې د اعتماد څرګندونه کړې او اندروني او بيروني سيکيورټي چيلنجز مقابله کوؤلو لپاره ئې حمايت يقين دهاني ورکړې ۔