د افغانستان د خپلواکۍ يو سل پنځمې کلیزې په مناسبت دفاع وزارت کښي شوې غونډې ته په ویناکښي محمد یعقوب مجاهددې لړ کښې د يو خاص ملک نوم اخستو نه ډډه کړېده ۔
ملا محمد يعقوب مجاهد وئيلي چې دهېڅ زوروراوکمزورې هيواد غیر مشروط مداخلت منلو ته تيار نه يو۔
وزيردفاع محمدیعقوب مجاهد اووئيل چې د نړۍ ټولو هېوادونو ته وایو، زورور دي،که کمزوري دي، چې په ښه فکر سره ئې واورې، افغانستان ستاسو هېڅ ډول غیر مشروط مداخلت نه مني ۔
ملا محمد يعقوب اووئيل چې په دې کښې نه ستاسو زور چلېږي، نه مو زرچلېږي او نه مو زارۍ څه اثر لري ۔
محمدیعقوب مجاهد زیاته کړه چې په تعلیمي ميدان کښې زمونږ څه پالیسي وه، هغه به خپله پالیسي وي ۔
هغه زيات کړه چې په انتظامي میدان او د فوج په جوړښت کښې چې زمونږ کومه پالیسي وه، دا به مو خپله پالیسي وي، هېچا ته به ئې په واک کښې نه ورکوو ۔