د خېبرپښتونخوا ملاکنډ او هزاره ډويژن کښې ځائې په ځائې تيز باران وريدلې، مختلف سيمو کښې ږلۍ هم شوې ، چې ورسره د يخنۍ په شدت کښې اضافه شوې ده ۔
د هزاره ډويژن مختلف برخو پشمول د ملاکنډ ډويژن سوات، بونير او لوئر دير کښې پړق پړوق سره باران وريدلې او ږلۍ هم شوې چې لوجې ئې په لويه پيمانه ولاړ فصلونو ته زيان هم رسيدلې ۔
دې ترڅنګ ملاکنډ ضلع او کاټلنګ پشمول د مردان ضلعې نورو خواؤشا سيمو،چارسده او نورو علاقو کښې هم ځائې په ځائې نرې باران وريدلې دې ۔
بلخوا موسمياتو محکمې راتلونکي شواروز دوران د خېبرپښتونخوا زياتره برخو، پنجاب، کشمير، ګلګت بلتستان او خواؤشا نورو غريزو علاقو کېښ د نور باران او په غرونو د واورې کيدو امکان څرګند کړېدې ۔
موسمياتو محکمې وئيلي چې تير شواروز دوران د ملک زياتره علاقو کښې لړې وه او بعضې علاقو کښې باران هم وريدلې دې ۔
دې دوران تولو نه نه زيات باران سيدو شريف سوا، کالام او ملم جبه کښې ريکار ډ شويدې ۔