اسلام آباد کښې د پيپلز پارټۍ سينئر رهنما سيد خورشيد شاه مشرۍ کښې د آئيني تراميم لپاره جوړې شوې خصوصي کميټۍ غونډه شوې چې پکښې د شپږويشتم ترميم مسودې متفقه منظوري ورکړې شويده ۔
اجلاس نه پس ميډيا سره خبرو کښې د خصوصي کميټۍ سربراه سيد خورشيد شاه وئيلي چې اجلاس کښې د آئيني ترميم مد مسودې په شريکه منظوري ورکړې شويده ۔
خورشيد شاه اووئيل چې دې لړ کښې موله د سپريم کورټ د فيصلې علم نيشته، ولې بهر ملکونو کښې ميشتۀ پاکستانيانو ته د ووټ حق ورکولو تجويز باندې هم غونډۀ کښې اتفاق شويدې ۔
د کميټۍ سربراه اووئيل چې د خصوصي کميټئ د منظورۍ نه پس به دغه مسوده د وفاقي کابينې اجلاس ته وړاندې کولې شي، او بيا به د کابينې منظورۍ وروستو قامي اسمبلۍ او سينيټ کښې دغه مسوده د منظورۍ لپاره وړاندې کولې شي ۔
د يو خبريال په پښتنه خورشيد شاه اووئيل چې آيا د خېبرپښتونخوا نوم نه خېبر ختمولو ترميم هم دې مسوده کښې شامل دې؟ خورشيد شاه جواب ورکړې چې دا معامله به بل قسط کښې رامخې ته کيږي ۔
خورشيد شاه مطابق اجلاس کښې د پي ټي آئي مشران هم موجود وو او بهرملکونو کښې ميشته پاکستانيانو ته د ووټ حق ورکولو معامله دوي پورته کړې وه ۔
هغه مخکښې اووئيل چې کومه مسوده کميټۍ ته وړاندې کړې شوې، په هغې پوائنټ ټو پوائنټ ټول اراکين متفق شوي ،ولې په دې هيڅ يو غړي دستخط نۀ دې کړې بلکه اجلاس کښې ټولو اراکينو لاس پورته کړې وو او منظوري ئې ورکړې ده ۔