سِلهټ ټيسټ نتيجه خيز مرحله کښې داخل شوې، دڅلورمې ورځې لوبه ختميدوپورې د بنګله ديش څلور سوه ، اووۀ ديرش رنز هدف تعاقب کښې پاکستان اووۀ وکټو په زيان درې سوه، شپاړس رنز جوړ کړي،اوميچ ګټې لپاره ورته د نور يو سل ، يويشت رنز ضرورت دې، ميچ ګټې لپاره آخري اميد محمد رضوان دې، څوک چې پنځه اوويا رنز سره ناقابل شکست دې ۔
سلهټ کرکټ ګراؤنډ کښې جاري دوئم ټيسټ ميچ فيصله کن مرحله کښې داخله شوې، قامي ټيم ته ميچ ګټې لپاره د يو سل يويشت رنز او بنګله ديش ته د درې وکټو ضرورت دې ۔
د ميچ څلورمې ورځې لوبه ختميدو پورې قامي ټيم اووۀ وکټو په زيان درې سوه شپاړس رنز جوړ کړي او د ميچ ګټې لپاره ورته د نور يوسل، يويشت رنز ضرورت دې ۔
محمدرضوان پنځه اوويا او ساجد خان په اتۀ رنز باندې ناقابلِ شکست دې، کپتان شان مسعود شاندار يو اوويا،سلمان آغا هم يو اوويا او بابراعظم په اووۀ څلويښت رنز آؤټ شويدې ۔
آذان اويس يويشت، عبدالله فضل شپږ، سعود شکيل شپږ، او حسن علي په صفر آؤټ شويدې، بنګله ديش طرف نه تيج الاسلام څلور، ناهيد رانا دوه او مهدي حسن مرزا يو وکټ په خپل نوم کړېده ۔
دې نه وړاندې بنګله ديش اولني اننګز کښې دوه سوه، اتۀ اوويارنز جوړ کړي وو ، او پاکستان په دوه سوه ، دوه ديرش رنز آؤټ شوې وو، چې ورسره بنګله ديش ته اولني اننګز کښې د شپږ څلويښت رنز برتري حاصل شوې وه ۔
د دوئم ټيسټ ميچ آخري او پنځمې ورځې لوبه پاتې ده، کوربه ټيم ته دوه ميچونو سيريز کښې يو صفر سره برتري ترلاسه ده ۔

