د شمالي وزيرستان په دته خيل سيمه کښې سيکيورټي فورسز کاميابه کاروائي کړې، آئي ايس پي آر وئيلي چې په خفيه اطلاع شوې دغه کاروائۍ دوران يوولس ترهه ګر وژلي شوي، وژلي شوي ترهه ګرو ولقې نه وسله او ګوله بارود هم برآمد شويدي ۔
د پاک فوج اطلاعاتو شعبې له لوري جاري شوې بيان کښې وئيلي شوي چې د شمالي وزيرستان په دته خيل سيمه کښې د ترهه ګرو موجودګۍ په خفيه اطلاع امنيتي اهلکارانو کاميابه کاروائي کړيده ۔
آئي ايس پي آر مخکښې وئيلي دي چې کاروائۍ دوران ترهه ګرو سره د ډزو تبادله شوې ،چې پکښې يوولس ترهه ګر خپل انجام ته رسولي شوي دي ۔
د پاک فوج ترجمان زياته کړې وژلي شوي ترهه ګرو تعلق فتنته الهندوستان سره ښودلې شوې، او د دوي قبضې نه وسله او ګوله بارود ترلاسه شويدي ۔
بيان کښې وئيلي شوي چې سيمه کښې د نور ترهه ګرو ممکنه موجودګۍ خاتمې لپاره کليئرنس آپريشن جاري دې، عزمِ استحکام لاندې به د ترهه ګرو او هغوي سهولت کارو خاتمې پورې کاروائيانې جاري ساتلي شي ۔

