پاکستان جونيئر سکوائش چيمپيئن شپ کښې دوه ګولډ ميډل په خپل نوم کړيدي، د پاکستان نعمان خان ايشين جونيئر انډر سيونټين سکوائش چيمپيئن شپ کښې بهارتي لوبغاړي ته شکست ورکړې او ټائټل ئې په خپل نوم کړېدې ، بلخوا احمد رايان خليل انډر ففټين چيمپيئن شپ کښې د ملائشيا لوبغاړي ته ماتې ورکړې او ټائټل ئې ګټلې دې ۔
چين کښې لوبيدلې جونيئر سکوائش چيمپيئن شپ کښې د پاکستان لوبغاړو دوه ګولډ ميډل ګټلي دي او لوئې اعزاز ئې په خپل نوم کړېدې۔
د بوائز چيمپيئن شپ انډر سيونټين فائنل کښې د پاکستان نعمان خان د روايتي حريف بهارت لوبغاړي شيوان اګروال ته يو مقابله کښې درې پوائنټ سره شکست ورکړې او ګولډ ميډل ئې په خپل نوم کړېدې ۔
بلخوا بوائز انډر ففټين چيمپيئن شپ کښې د پاکستان احمد ريان خليل د ملاشيا دهوران روتهي ته ماتې ورکړې او ګولډ ميډل ئې ګټلې دې ۔
بلخوا ګرلز انډر ففټين لوبو کښې ماه نور سلور ميډل او بوائز انډر ففټين کښې سيمي فائنل ته رسيدو باندې د پاکستان سهيل عدنان برانز ميډل ګټلې دې ۔

