وزير اعظم شهباز شريف وئيلي چي پاکستان به ډير زر منطقه کښې د ترقۍ سفر کښې د چين سره يوځائې شي ، وزيراعظم شهباز شريف وئيلي چې د مفاهمت دا ياداشتونه معاهدو کښې د بدلولو ضرورت دې ، وزيراعظم دا هم وئيلي چې د پاکستان او چين ترمينځ د تعاؤن په اهمو شعبو کښې زراعت ، انفارميشن ټيکنالوجي ، اکنامک زونز او مائنز اينډ منرلز شامل دي ۔
چين کښي پاک چين بزنس ټو بزنس سرمايه کارۍ کانفرنس ته د خطاب په وخت وزيراعظم شهباز شريف وئيلي چې د مفاهمت ياداشتونه معاهدو کښې د بدلولو ضرورت دي ، خوشحاله يو چې ديرش فيصده نه زيات ايم اويوز په اربونو ډالر معاهدو کښې بدل شوي ۔
وزيراعظم زياته کړې چې د پاکستان او چين ترمينځ د تعاؤن په اهمو شعبو کښې زراعت ، انفارميشن ټيکنالوجي ، اکنامک زونز او مائنز اينډ منرلز شامل دي ، په کوم چې خصوصې توجه ورکړې کيږي ۔
واضحه دي وي کانفرنس کښې وئيلي شوي چې د پاکستان او چين ترمينځ دري سوه نه زياتې معاهدې وړاندې شوي او دواړو ملکونو د پنځه اويا کالو سفارتي دوستي اقتصادي شراکت دارۍ کښې په نور مضبوطولو اتفاق شوېدي ۔

