بلوچستان کښې د ترهه ګرو خلاف د سيکيورټي فورسز کاميابه کاروائي کړې،آئي ايس پي آر ترمخه کوئټه، قلات، مستونګ او سبي کښې د ترهه ګرو موجودګۍ په خفيه اطلاع آپريشن دوران شپږ ديرش شرخوښي وژلي شوي،وژلي شوي ترهه ګرو ولقې نه وسله اوبارود برآمدشوي،صدر آصف علي زرداري، وزيراعظم شهباز شريف اوداخله وزير محسن نقوي د سيکيورټي فورسز د کامياب عملياتو ستائنه کړې ۔
د پاک فوج تعلقات عامه شعبې له لوري جاري بيان کښې وئيلي شوي چې بلوچستان مختلفو ضلعو کښې آپريشن ردالفتنه تهري لاندې کاروائيانې جاري دي ۔
آئي ايس پي آر وئيلي دي چې په کوئټه،قلات، مستونګ او سبي ضلعو کښې سيکيورټي فورسز په خفيه اطلاع کاميابه کاروائي کړې، چې پکښې فتنته الهندوستان سره تعلق لرونکې شپږ ديرش ترهه ګر وژلي شوي ۔
آئي ايس پي آر ترمخه دې دوران سيمه کښې موجود د ترهه ګرو پټې ټهکانې هم کاميابي سره په نښۀ کيدو وروستو تباه کړې شويدي ۔
وژلي شوي ترهه ګرو ولقې نه درنه وسله ترلاسه کړې شوې، او د هغوي ټهکانو کښې موجود آئي اي ډېز او ګوله بارودو ذخيره هم تباه کړې شوې ده ۔
د آئي ايس پي آر بيان کښې مخکښې وئيلي شوي چې سيمه کښې د نورو ترهه ګرو ممکنه موجودګۍ خاتمې لپاره کليئرنس آپريشن جاري دې، سيکيورټي فورسز ملک نه د ترهه ګرۍ ناسور مکمل ختمولو لپاره پرعزم دې ۔
بلخوا صدر مملکت آصف علي زرداري، وزيراعظم شهباز شريف او داخله وزير محسن نقوي د سيکيورټي فورسز د کامياب عملياتو ستائنه کړې او وئيلي دي چې ملک نه به ترهه ګري په مکمل توګه ختمولې شي ۔

