سعودي ولي عهد محمد بن سلمان اسرائيل تسليمولو او ورسره تعلقات قائمولو تصديق کړېدے،محمد بن سلمان وئيلي دي چې سعودي عرب غواړي چې د فلسطنيانو مشکلات کم شي او مشرقي وسطي کښې د اسرائيل کردارهم تسليم کړو۔
د امريکې خبرې ادارے سره مرکه کښې د سعودي عرب ولي عهد وئيلي دي چې اسرائيل سره تعلقات قائمولو کښې اهم پرمختګ شوېدے او دواړه ملکونو يوبل ته ډير رانزدې شويدي۔
د محمد بن سلمان وينا وه چې مشرقي وسطي کښې د اسرائيل کردار تسليمول پکار دي خو سعودي عرب غواړي چې د فلسطنيانو مشکلات هم کم شي۔
د ايران جوهري پروګرام په حواله يوې پوښتنې په جواب کښې سعودي ولي عهد ووئيل چې نړۍ نوې هيروشيما نه شي برداشت کولې،جوهري وسلې د ساتلو هيڅ فائده نشته او د دې استعمال خلاف ټول ملکونه متحد دي۔
محمد بن سلمان د القاعده ډلې مشر اسامه بن لادن د سعودي عرب دښمن ګرځولې او وئيلي ئي دي چې القاعده نورو ملکونو پشمول سعودي عرب ته هم ډير نقصان رسولې دے۔