کابل: په روان کال کښې افغانستان کښې څلویښت ټنه زعفران پیدا شوې چې ورسره زعفران پیدا کونکی ملکونو کښې افغانستان په دوئم نمبر راغلې دې ۔
رپورټ ترمخه تیر کال افغانستان کښې دیرش ټنه زعفران پیداوار شوېي وو، کوم چې څښکال لس ټنه نوره اضافه شوي ده ۔
رپورټ مطابق څښکال افغانستان کښې د زعفرانو مجموعي پيداوار څلويښټ ټن ته رسيدلې دې ۔
رپورټ کښې وئیلی شوي چې افغانستان نه امریکه ، یورپ ،چین ، هند عمان او سعودی عرب ته څلویښت ملین ډالر زعفران برآمد کړی شويدي ۔
رپورټ ترمخه افغانستان په نړۍ کښې هغه دویم هیواد دې چې کوم زیات زعفران پیدا کوی، په ایران کښې د ټولونه زیات زعفران پیدا کیږي۔