د پاکستان او افغانستان پشمول درسته نړۍ کښې پښتون کلچر ډے نمانځلې شوېده، په دې موقع اسلام آباد پريس کلب کښې هم د سندريز ماښام تابيا کړې شوې وه ۔
دستورې نه وړاندې ګورنر فيصل کريم کنډي د اسلام آباد پنډۍ پښتون جرنلسټس ايسوسي ايشن ( پي جے اے ) کابينې غړو نه حلف هم اخستې او د پي جے اے کابينې غړو ته ئې اومبارکي هم ورکړېده ۔
په دې موقع خپله وينا کښې د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي ګيله کړې چې کرم کښې نن په څلورمه ورځ هم شخړه جاري ده، داسې حالاتو کښې زمونږ ميډيا خاموشي خپله کړې ۔
فيصل کريم کنډي اووئيل چې صوبائي حکومت داسې مسئلې حل کولو کښې سنجيده نه دې، د خېبر پښتونخوا جنوبي ضلعې نوګو ايريا جوړې شوې ۔
هغه اووئيل چې اتلسم ترميم وروستو صوبه کښې امن قائمول د صوبائي حکومت ذمه داري ده، صوبائي حکومت ته شپږ اربه روپې اين ايف سي ايوارډ کښې ميلاؤ شويدي، هغه چرته خرچ کړې شويدي؟ صوبائي حکومت ون پوائنټ ايجنډا ده، هغه کرپشن بس کرپشن ۔