د کرمې پوليسو وئيلي چې کرمه کښې څلور ورځې تيريدو باوجود هم د بوشهره او بالش خيل قبيلو ترمينځ جهګړه او دريدلې نه ده او دواړو فريقينو لخوا په يو بل درنې وسلې سره حملې جاري دي ۔
پوليس ترمخه اپرکرم،تري منګل،غوز ګړي،پاړه چنار،پاړه چمکني او نورو سيمو کښې د بوشهره او بالش خيل قبيلو په يو بل د ميزائلو او راکټو حملې دوام لري ۔
پوليس وائي چې راونه جهګړه کښې دواړو فريقينو نه د پاتلس کسان مړۀ شوي او څلويښت نه سيوا ژوبل شويدي ۔
دغه سيمو کښې جاري سختې جهګړې لوجې خواؤشا علاقو کښې لوئې لارې هم بندې دي چې لوجې ئې ځائي خلق د سختو مشکلاتو سره مخ دي ۔
پوليس مخکښې وئيلي چې کرمه کښې ټول شخصي او سرکاري سکولونه او کالج بند دي، او د پيښور او پاړا چنا مرکزي شاهراه هم هر قسمه ټريفک لپاره تړلې شوې چې لوجې ئې سړکونو باندې ولاړ يو شمير ګاډو کښې تازه سبزۍ او د امروزه استعمال نور سامانونه خراب شويدي ۔
بلخوا ډپټي کمشنر جاويد الله محسود وئيلي چې جنګ بندۍ کوششونو لپاره د انتظاميې او سيکيورټي فورسز کوششونو جاري دي ۔
ډي سي کرم طمع څرګند کړي چې نن يا سبا به کرمه کښې ډز بندي اوشي ،دې لپاره نور چارواکي هم کرمې ته راغلي او د ډز بندۍ لپاره خبرې جاري دي ۔
تيره ورځ وزيراعلیٰ خېبرپښتونخوا د کرمې د نښتې نوټس اخستې وو او د جهګړې فوري ختمولو لپاره ئې متعلقه چارواکو ته خط هم ليکلې وو ۔