د پیښور هائيکورټ جسټس شکیل احمد او جسټس وقار احمد وئیلی دی چی د خیبر پښتونخوا نه پولیس سټیټ جوړ کړی شوی، په صوبه کښې د ځنګل قانون دی، ملک په کوم لور روان کړی شوې، د ادارو او قانون بالادستی خپو لاندي کړی شوی
د کوهاټ سره تعلق لرونکې پخوانی وفاقی وزیر شهریار افریدی وروره افتاب عالم ایډوکیټ د پېښور هائيکورټ حدود نه د ګرفتاری خلاف دائر کړی شوې حبس بی جا درخواست سماعت په وخت جسټس شکیل احمد او جسټس وقار احمد په پولیس باندی برهم شوې، او وئیلی دی چی پولیس د صوبې نه پولیس سټیټ جوړ کړی،بی ګناه خلک نیولی کیږی ،د پیښور هائيکورټ ججانو وینا وه عدالت پولیس د قانون مطابق ملزمان د نیولو څخه نه اودروی ،پولیس د قانون نه بالاتر نه دی، د قانون پابند دی، هغوی خپل ریمارکس ووئیل چی د عدالت احاطه نه ګرفتاری غیر قانوني ده ،په ملک کښې افراتفری ده ،که چری عدالتونه انصاف کولو څخه اودرولی شو، نو بیا به د ملک بقا خطری سره مخ شی، هغوی د پیښور هائيکورټ د احاطه نه د آفتاب عالم ګرفتاری باندی د غم او غصی څرګندونه کړی ،او وئیلی چی خپله کارکردګي ښودلو لپاره بی ګناه خلک نیولی کیږی
جسټس شکیل احمد ووئیل چی پولیس غیر قانوني ارډر ولی فالو کوی ،سبا له به یو بے ګناه پولیس مقابله کښې د وژلو ارډر اوکړی شی، نو پولیس به فالو کوی ،د عدالت په حکم باندی ایس پی صدر سرکل عبدالسلام خالد، او ،ایس ایچ او شرقی عدالت ته وړاندی شول ،او د آفتاب عالم ګرفتاری نه ئي لاتعلقی ظاهر کړه، په عدالت کښې کوهاټ پولیس هم د آفتاب عالم ګرفتاری نه لاتعلقی څرګند کړه، د عبدالسلام خالد وینا وه چی هغوی ذمه وارۍ د عدالت نه باهر امن وامان برقرار ساتل دی، افتاب عالم د کوهاټ پولیس ګرفتار کړی
په دی باندی عدالت حبس بی جا درخواست په توهین عدالت کښې منتقل کړو، او پولیس افسرانو نه تحريري جواب طلب کړو آفتاب عالم د عدالت په حکم باندی خوشی کړی شو