پيښور بډهه بيرې تهاڼي حدودو کې د پيسو په لين دين تنازعه باندې د يو کور اته کسان وژلي شوي،او دري ژوبل شوي،وژل شوي کسانو کې څلور زنانه او څلور ماشومان شامل دي.
پيښور بډهه بيره کې د دوو فريقينو ترمينځه د پيسو لين دين باندې تنازعه مخي ته راغلي د کوم نه پس چې مخالف پارټۍ په کور باندې حمله کړي،او په موقعه ئې يوولس کسان ويشتي چې پکې اته کسان مړه شويدي،مړه شوي کسانو کې څلور زنانه او څلور ماشومان شامل دي،
د واقعې په اړه ايس ايس پي اپريشن د جائے وقوعي دوره کړي او وئيلي چې دوه حمله اورخپلوکښې نيزدې رشته دار دي د پيسو لين دين په معامله د کور دننه ورغلي او ناترسه ډزي ئې کړي
بلخوا ژوبل شوي ،دري کسان د علاج په غرض هسپتال ته رسول شوي،پوليسو مطابق د موقعې جاج اخستو روستو به قانوني کاروائي کولې شي ولي ملزمان په تيښته کې بريالي شويدي