رستم کښې سوات ایکسپریس وے باندې سعيد آباد خورو کوټهو پُل نیزدې فلائنګ کوچ په ایکسپریس وے خرابۍ لوجې ولاړ د مسافرو کوچ سره جنګیدلې دې، ټريفکي پيښه کښې اوولس مسافر مړۀ او اووۀ نور سخت ژوبل شويدي ، مړي او ژوبل کسان مردان میډیکل کمپلیکس ته منتقل کړې شويدي ۔
رستم: تفصيلاتو مطابق سحر د پنډۍ نه دیر ته تلونکښيې مسافر فلائنګ کوچ سوات ایکسپریس وے باندې سعیدآباد خورو کوټهو پُل سره نیزدې په ایکسپریس وے ولاړ خراب کوچ سره جنګیدلې دې ۔
ټريفکي پيښه کښې اوولس مسافر پحق رسيدلي او اووۀ نور سخت مسافر ژوبل شوي دي ،پحق رسيدلي او ژوبل کسان مردان میډیکل کمپلیکس ته منتقل کړې شويدي ۔
پحق رسيدلي کسانو کښې د اپر دیر پنځه مسافر ، د لوئر دیر درې مسافر ، د چارسدي او چترال یو، یو مسافر او د نورو سیمو مسافر شامل دي ۔
ذرائعو تر مخه بونیر کوچ خراب حالت کښې د مخکښې نه په ایکسپریس وے ولاړ وو ، د کم لوجې چې دا افسوسناک پيښه مخې ته راغلې ده ۔
موټروے پوليس ترجمان وئيلي چې داسې ښکاري چې ټريفکي پيښه د فلائنګ کوچ ډرائيور غفلت لوجې رامخې ته شويده ۔

