کراچۍ کښې د پاکستان براډکاسټرز ايسو سي ايشن اراکينو او عملې لخوا جاري شوې بيان کښې د آج ټيلي وژن ،بزنس ريکارډر اود پي بي اے بانې اراکينو يو اهم رکن ارشد زبيري په وفات د ژور خفګان څرګندونه شوې ده ۔
د پي بي اے بيان کښې وئيلي شوي چې ارشد زبيري د بورډ يو اهم رکن وو او د ايسو سي ايشن ايګزيکټيو کميټۍ کښې ئې په مختلفو وختونو کښې براډکاسټرز ته ورپيښې مسئلې حل کولو کښې مهم کردار ادا کړې وو ۔
د پاکستان براډکاسټرز ايسوسي ايشن اراکينو د خدائے بخښلي خدمات ستائلي او وئيلي دي چې الله پاک دې ارواښاد ته جنت الفردوس کښې لوړ مقام او اهل خانه دا لوئې غم برداشت کولو توفيق ورکړي ۔