لاهور :جاتي امرا کښې په شپږويشتم آئيني ترميم د درې واړو لويو سياسي ډلو د اعلیٰ پائې غونډه شوې چې پکښې د مسلم ليګ ن صدر او پخواني وزيراعظم نوازشريف ، صدر مملکت آصف زرداري او د جے يو آئي امير مولانا فضل الرحمان سره سره ددغه جماعتونو نورو مشرانو ګډون کړېدې ۔
اجلاس نه پس مولانا فضل الرحمان خبر ي غونډې ته وينا کښې وئيلي چې د عدليې په حقله اصلاحاتو باندې اتفاق شوې دې،په نورو مجوزه تراميمو به هم مشاورت کوؤ ، وړومبۍ ترميم مو رد کړے وو ، په مهمو مسئلو تفصيلي خبرې د ملک او آئين بچ کولو لپاره ضروري دي ۔
جے يو آئي امير زياته کړې چې اسلام آباد کښې به د پي ټي آئي قيادت سره هم ملاقات کوي ، د پي ټي آئي رائے به آئيني ترميم کښي شاملولے شي ۔
په دې موقع چئيرمين پيپلزپارټي بلاول بهټو زرداري اووئيل چې د پي پي او جے يو آئي نه پس ن ليګ هم په آئيني ترميم باندې اتفاق کړے ، په مناسب وخت به ترميم د دواړو ايوانونو څخه پاس کوؤ ، د آئيني عدالتونو په ذريعه د آئين بالادستي او فوري انصاف غواړو ۔
پريس کانفرنس ته د وينا په وخت نائب وزيراعظم اسحاق ډار اووئيل چې په آئيني ترميم دري واړه ډلو اتفاق کړے ، د نورو مجوزه تراميمو پحقله به راتلونکي ورځو کښې اتفاق اوشي ، دا ټولې هلې ځلې د اولس لپاره دي ، په دي کار کښي د يو سياسي ډلي هيڅ ذاتي مقصد نيشته ۔