د پاکستان او انګلينډ ټيمونو ترمينځ ملتان کښې شوې اولنې ټيسټ ميچ ميلمه ټيم ګټلې او قامي ټيم ته ئې په لوئې مارجن شکست ورکړېدې ۔
قامي ټيم دوئم اننګز کښې په دوه سوه شل رنز آؤټ شوې او ميچ ئې بيللې، چې ورسره انګلينډ د درې ميچونو سريز کښې يو صفر سره برتري ترلاسه کړېده ۔
پاکستان طرف نه سلمان آغا دري شپيتۀ، عامر جمال پنځه پنځوس، سعود شکيل نهه ويشت ،صائم ايوب پنځه ويشت، شان مسعود يوولس، محمد رضوان ،شاهين شاه آفريدي لس، لس ،نسيم شاه شپږ، بابراعظم پنځه،عبدالله شفيق صفر باندې آؤټ شويدې ۔
انګلينډ طرف نه جيک ليچ څلور،ګس اټکنسن او بريډن کارس دوه، دوه او کرس ووکس يو وکټ په خپل نوم کړې ده ۔
ميچ کښې شاندار درې سوه اوولس رنز جوړو لو باندې هيري بروک ته د بهترين لوبغاړي انعام ورکړې شويدې ۔
پاکستان خپل اولني اننګز کښې پنځه سوه شپږ پنځوس رنز جوړ کړې وو، چې پکښې شان مسعود يو سل يو پنځوس، سلمان آغا يو سل څلور، عبدالله شفيق يو سل دوه او سعود شکيل دوه اتيا رنز جوړ کړې وو ۔
انګلينډ خپل اولني اننګز کښې د پاکستان خلاف ريکارډ اته سوه دري ويشت رنز جوړ کړي وو چې پکښې هيري بروک درې سوه اوولس او جو روټ دوه سوه دوه شپيتۀ رنز باندې آؤت شوي وو۔
دغه شان انګلينډ د پاکستان خلاف اولنې ټيئسټ ميچ ګټلې او د درې ميچونو سيريز کېښ ئې يهو صفر سره برتري ترلاسه کړېده ۔
دواقړو ټيمونو ترمينځ دوئم ټيسټ ميچ به په پنځلسم اکتوبر ملتان کښې او دريم او آخري ميچ به په څليريشتم اکتوبر پنډۍ کښې لوبيږې۔