چئيرمين پي سي بي محسن نقوي لاهور کښې د خبري غونډي دوران د ون ډے او ټي ټوئنټي لپاره د قامي ټيم کپتان او نائب کپتان اعلان کړې دې ۔
چيئرمين پي سي بي د اعلان له مخې وکټ کيپر او بېټر محمد رضوان د ون ډے او ټي ټوئنټي لپاره د قامي ټيم کپتان مقرر کړې شوې دې ۔
محسن نقوي وئيلي دي چې سلمان علي آغا به د ون ډے او ټي ټوئنټي لپاره د قمي ټيم نائب کپتان مقرر شوې دې ۔
چيئرمين پي سي بي د بابراعظم متعلق وئيلي چې مونږ غواړو هغه زرترزره په فام کښې راشي،بابراعظم د پاکستان اثاثه ده ۔
پي سي بي چيئرمين دا هم وئيلي چې بابراعظم پخپله زما سره رابطه کړي وه چې بطور کپتان نوره لوبه نشم کولے،او د يو لوبغاړي په توګه پخپله لوبه باندې توجۀ ورکول غواړم ۔