لاهور هائيکورټ کښې د نهمې مئي دولس مقدماتو کښې د باني پي ټي آئي جسماني ريمانډ خلاف درخواست باندې سماعت شويدې
د لاهور هائيکورټ جسټس طارق سليم او جسټس انوارالحق د مقدمې سماعت کړې او د باني پي ټي آئي جسماني ريمانډ فيصله ئې کالعدم ګرځولې ده
عدالت د باني پي ټي آئي ويډيو لنک په ذريعه د حاضرۍ نوټيفکيشن هم کالعدم ګرځولې دې
جسټس انوارالحق د پنجاب پراسيکيوټر جنرل ته اووئيل چې کله تاسو ته پته اولګيده چې ملزم رها کيدونکې دې نو تاسو بيا ګرفتار کړو،تاسو اول ولې نه وو نيولې
د پنجاب پراسيکيوټر جنرل اووئيل چې ملزم عبوري ضمانت باندې وو،مونږ هغه نشو ګرفتارولې،او مونږ ته ئې ليکلي راکړي وو چې هغه به د کيس په تفتيش کېښ نه شامليږي
د لاهور هائيکورټ دوه کسيزه عدالت د باني پي ټي آئي جسماني ريمانډ فيصله ئې کالعدم ګرځولې ده
عدالت د باني پي ټي آئي ويډيو لنک په ذريعه د حاضرۍ نوټيفکيشن هم کالعدم ګرځولې دې