د تحريک انصاف لپاره د قامي اسمبلې حلقه اين اے اووه ديرشم کرم زيات د اهميت وړ ده، په دې حلقې د تحريک انصاف حمايت يافته د مجلس وحدت المسلمين اميدوار حميد حسين کامياب شوې، هغۀ په مجموعي توګه اتۀ پنځوس زره، شپږ سوه پنځوس ووټونه ترلاسه کړېدي، بلخوا د مجلس وحدت المسلمين سربراه علامه راجه ناصر وئيلي دي چې د حميد حسين کاميابي سيمه کښې د شيعه سني د روادرۍ د جذبې ګټه ده، د پاړا چنار باشعوره اولس د تعصب او نفرت سياست د هميشه لپاره خښ کړيدې.
اين اے اووه ديرشم باندې مجلس وحدت المسلين کاميابي سره د پي ټي آئي لپاره د زنانو او اقليتي مخصوص سيټونو ترلاسه کوؤلو امکانات سيوا شويدي، په دې حلقه باندې د مجلس وحدت المسلمين اميدوار حميد حسين کامياب شويدې او په مجموعي توګه ئې اته پنځوس زره، شپږ سوه پنځوس ووټونه ترلاسه کړيدي، د پيپلزپارټې ساجد حسين د څلور پنځوس زره، درې سوه، څلور اتيا ووټونو سره په دوئم نمبر دې
د تحريک انصاف نام نهاد پلان سي مطابق که چرې آزاد اميدواران مجلس وحدت المسلمين جائن کړي نو دغه رنګه به ورته د زنانو او اقليتونو مخصوص نشستونه ترلاڅه شي بلخوا د ايم ډبليو ايم سربراه علامه راجه ناصر وئيلي دي چې په اين اے اووه ديرشم زمونږ اميدوار ته د تحريک انصاف حمايت حاصل وؤ، د حميد حسين کاميابي په اصل کښې د روادارۍ جذبې ګټه ده، او د پاړه چنار باشعوره خلقو د تعصب او نفرت سياست د هميشه لپاره دفن کړيدې