اسلام آباد: د نوې چيف جسټس پاکستان د څوکۍ سوګند پورته کيدو دستوره ايوان صدر کښې شوې، صدر مملکت آصف علي زرداري د جسټس جسټس يحيیٰ آفريدي نه د چيف جسټس د عهدې حلف اخستې دې۔
په باقاعده توګه حلف اخستو نه پس جسټس يحيیٰ آفريدي د پاکستان ديرشم چيف جسټس جوړ شويدې ۔
حلف بردارې دستوره کښې وزيراعظم شهبازشريف، د درې واړه وسله وال ځواکونو سربراهان، وفاقي وزيران، ججان او ګنړشمير نورو چارواکو ګډون کړې دې ۔
د چيف جسټس حلف بردارۍ دستوره کښې د پنجاب، خېبرپښتونخوا او بلوچستان وزرائے اعلیٰ هم ګډون کړې دې، په دې موقع د خېبرپښتونخوا او پنجاب ګورنران هم موجود وو ۔
چیف جسټس پاکستان جسٹس يحيیٰ آفريدې دري ويشتم اپريل کال نورلس سوه پنځه شپيتم کښې ډيره اسماعيل خان کښې زيږيدلې وؤ او تعلق ئې د کوهاټ دره آدم خيل بابري سيمې آفريدي قبيلې سره دې ۔
چيف جسټس پاکستان د لاهور ايچي سن کالج نه ډګري ترلاسه کړيده، د دې وروستو کامن ویلتھ سکالرشپ باندې د کيمبريج يونيورسټې نه د قانون ډګري ترلاسه کړېده، هغه نورلس سوه نوي کښې د پيښور هائيکورټ وکيل او کال دوه زره څلورم کښې ئې د سپريم کورټ وکيل په حيث پريکټيس شروع کړې وو ۔
جسټس يحيیٰ آفريدي کال دوه زره شپاړسم کښې د پيښور هائيکورټ جج او کال دوه زره اتلسم کښې ئې د سپريم کورټ جج په حيث خدمات شروع کړي وو ۔
د شپږ ويشتم ترميم لاندې د پارليمان خصوصې کميټۍ د جسټس يحيیٰ آفريدي د چيف جسټس په توګه سفارش کړې وو او بيا وزيراعظم او صدر مملکت د دغه سفارش منظوري ورکړې وه ، د چيف جسټس يحيیٰ آفريدي تقرري راتلونکي درې کالو لپاره شوې ده ۔