د ايران خارجه وزير عباس عراقچي د عمان دورې نه پس دوباره بيا د پاکستان په دوره اسلام آباد ته راغلې دې، تيره ورځ اسلام آباد کښې اهم ملاقاتونو نه پس عباس عراقچي عمان ته تلې وو، او د امريکې ايران ترمينځ جنګ دوران ئې د پاکستان سفارتي کوششونه ستائلي وو ، بلخوا ذرائع وائي چې امريکې سره مذاکراتو لپاره د ايران وفد هم اسلام آباد ته راغلې دې ۔
ايراني خارجه وزير عباس عراقچي عمان نه واپس اسلام آباد ته راغلې دې، اسلام آباد کښې قيام نه پس به روس ته هم ځي ، بلخوا ذرائعو وئيلي چې امريکې سره مذاکراتو لپاره د ايران وفد هم اسلام آباد ته راغلې ۔
دوه ورځې وړاندې د پاکستان دورے په موقع عباس عراقچي د پاکستان قيام امن لپاره کوششونو ستائينه کړې وه او پاکستان دوره ئي نهايت سودمنه ګرځولې وه ۔
عباس عراقچي وينا وه چې ايران لخوا په مستقل توګه جنګ خاتمے لپاره قابل عمل فريم ورک په حواله موقف پيش کړې شوېدې، ګورو چې امريکا واقعې سفارت کارې لپاره سنجيده ده يا نه ۔
ايراني وزير خارجه عباس عراقچي اسلام آباد دوره کښې وزيراعظم شهبازشريف او فيلډ مارشل سيد عاصم نير سره هم ملاقاتونه کړي وو ۔

