کرک کښې آپريشن دوران دوه ترهه ګر وژلي شوي، پوليس مطابق ترهه ګرو سره مقابلې دوران د ترهه ګرۍ مخنيوې ادارې ډي ايس پي عمران الدين پشمول څلور پوليس اهلکاران شهيدان شويدي، پوليس ترمخه ترهه ګرو د تهانه خرم حدود کښې ناکه بندي کړې وه، پوليس سيمه کښې د نور ترهه ګرو خاتمې لپاره کاروائي شروع کړيده ۔
د کرک پولیس چارواکو وئيلي دي چې کرک ضلع کښې د ترهه ګرو خلاف د پوليس د سرچ اينډ سټرائيک آپريشن پر مهال دوه ترهه ګر وژل شوي ۔
پوليس چارواکو مطابق آپريشن دوران ترهه ګرو سره مقابله کښې د ترهه ګرۍ مخنيوي ادارې ډي اېس پي عمران الدين خان په ګډون څلور پوليس اهلکار شهيدان شوي دي ۔
د پوليس وينا ده چې تېره شپه د خرم تهاڼې په حدودو کښې د چرپېره روډ په سيمه کښې ترهه ګرو ناکه بندي کړې وه
د کاروائۍ مشري ډي ايس پي سي ټي ډي کوله، چې پکښې د بم ډسپوزل يونټ، ډرون ټيم، ريسکيو او آر آر اېف اهلکار هم شامل وو ۔
د چرپېره سيمه کښې د ترهه ګر کمانډر قيصر اقبال په کور د چهاپې پر مهال د پوليس او ترهه ګرو ترمينځ نښته شوې چې پکښې دوه ترهه ګر وژلي شوي ۔
د پوليس وينا ده چې نښته کښې ډي اېس پي سي ټي ډي عمران الدين خان، اېس آئي افضل اعوان، د ډي اېس پي ګن مېن کاظم او د بم ډسپوزل يونټ اهلکار امجد شهيدان شوي دي، په سيمه کښې د ترهه ګرو خلاف کاروائي روانه ده ۔

