د ملک په تاريخ کښې تر ټولو لوئي او دولسم عام انتخاباتو کښي دووټونه اچولو عمل جاري ،دولس کروړه نه سيوا ووټران به د قامي او صوبائي اسمبلو اته سوه پينځه پنځوس نشستونو لپاره خپله حق رائے دهي استعماله وي، ټول ملک کښې نوي زره شپږ سوه پينځه اوويه پولنګ اسټيشنونه قائم کړې شوي، چې پکښې اوويشت زره شپږ سوه اتويشت حساس او اتلس زره څلور سوه اوو ديرش انتهائي حساس ګرځولي شوي، سيکيورټي لپاره پينځه لکه اهلکاران تعينات کړې شوي، په اول درجے پوليس، دوئمې درجے پيرا ملټري فورسز او اخېرنې درجے باندې پاک فوځ د کوئيک رسپانس فورس په توګه تعينات کړې شوې،پولنګ عمل سحر اتو نه شروع شوې کوم به چې ماښام پينځو بجو پورې بغير د څه واقفے جاري وي.
ټول ملک کښې نن د عامو ټاکنو لپاره ووټونه اچولې کيږې، د قامي او څلور واړو صوبائي اسمبلو اته سوه پينځه پنځوس حلقو لپاره اوولس زره اته سوه شپاړس اميدواران برخه اخلي، چې پکښې اته سوه دوه اتيه زنانه اميدوارانې، څلور خواجه سره هم جنرل اليکشن نشستونو باندې برخه اخلي
دولس کروړه نه سيوا ووټران به خپله حق رائے دهي استعماله وي، پينځويشت کاله پورې دوه کروړه پينځه ديرش لکه اتلس زره درې سوه يو اوويه نوي ووټران هم شامل کړې شويدي، پولنګ عمل سحر اتو بجو نه شروع شوې کوم به چې ماښام پينځو بجو پورې بغير د څه واقفے جاري وي، ووټ اچولو لپاره به ووټرانو ته اصل شناختي کارډ راؤړل لازمي دې
د قامي اسمبلې لپاره شين او صوبائي اسمبلو لپاره سپين بيلټ پيپرز دي
انتخاباتو لپاره ټول ملک کښې نوي زره شپږ سوه پينځه اوويه پولنګ اسټيشنونه جوړ کړې شويدي، چې پکښې اوويشت زره شپږ سوه اتويشت حساس او اتلس زره څلور سوه اوو ديرش انتهائي حساس ګرځولي شويدي، سيکيورټي لپاره پينځه لکه اهلکاران تعينات کړې شويدي، په اول درجے پوليس، دوئمې درجے پيرا ملټري فورسز او اخېرنې درجے باندې پاک فوځ د کوئيک رسپانس فورس په توګه تعينات کړې شوېدې
ټول ملک کښې يوسل يوؤلس سياسي ګوندونو او آزاد اميدوارانو ترمينځه مقابله روانه ده، مسلم ليګ ن،پيپلز پارټې او د پي ټي آئي حمايت يافته اميدوارانو ترمينځه سخته مقابله متوقع ده#