صدر مملکت آصف علي زرداري په شپږيشتم آئيني ترميم دستخط کړے چې ورسره شپږيشتم آئيني ترميم په باقاعده توګه آئين کښي شامل شوې دې،دې لړ کښې د صدر مملکت منظورۍ نه پس د شپږيشتم آئيني ترميم ګزټ نوټيفکيشن هم جاري شوېدې ۔
د وفاقي کابيني او دواړو ايوانونونه په دوتهائي اکثريت پاس شوې شپږيشتم آئيني ترميم ملک کښې نافذ شوے او په باضابطه توګه د آئين برخه جوړ شويدې ۔
صدر مملکت آصف علي زرداري په شپږيشتم آئيني ترميم دستخط کړے ، د صدر مملکت منظوري نه پس د شپږيشتم آئيني ترميم ګزټ نوټيفکيشن جاري شوے ۔
آئيني ترميم ګزټ نوټيفکيشن د قامي اسمبلۍ لخوا جاري شوے ، د کوم پس چي شپږيشتم آئيني ترميم بل کال دوه زره څليريشتم ايکټ آف پارليمنټ جوړ شوے ۔
کابيني او دواړو ايوانونو نه منظوري وروستو وزير اعظم شهباز شريف دستاويز د دستخط لپاره صدر آصف علي زرداري ته ليږلې وو ۔
د شپږ ويشتم آئيني ترميم نفاذ نه پس به د نوې چيف جسټس آف پاکستان تقرري درې ورځو کښې کيږې او دې لړ کښې ورځ دوه کښي به چيف جسټس د نوې چيف جسټس لپاره د سپريم کورټ درې سينئر ججانو نومونه پارليماني کميټۍ ته ليږي ۔