د وزيراعظم شهبازشريف په خصوصي هدايت اقتصادي رابطه کونسل خيبر پښتونخوا لپاره د غنمو د فراهمۍ منظوري ورکړې ده ۔
اسلام آباد: د وزيراعظم شهبازشريف د احکاماتو په رڼا کښې وزارت فوډ سيکيورټي د خېبرپښتونخوا اولس لپاره د غنمو د فراهمۍ باقاعده منظوري ورکړې ده ۔
دې حوالې سره د فوډ سيکيورټي وفاقي وزير رانا تنويز حسين اووئيل چې خيبر پښتونخوا ته د غنمو فراهمي د وزيراعظم شهبازشريف عوام پاليسۍ مثال دې ۔
د وفاقي وزير رانا تنويز حسين وينا وه چې خېبرپښتونخوا ته به سيز په شروع کښې مقرر شوې سرکاري قيمت باندې د غنمو فراهمي يقيني کولې شي ۔
وفاقي وزير مخکښې اووئيل چې حکومت لخوا اولس ته د غنمو فراهمي يقيني کولو لپاره کوټلې ګامونه پورته کول جاري ساتلې شوې ۔

