پيښور: څليريشتم نومبر احتجاج نه وړاندې د پاکستان تحريک انصاف پيښور ضلعي تنظيم د اختلافاتو ښکار شوې دې، د پيښور سټي سينئر نائب صدر ملک اسلم او جنرل سيکرټري تقدير علي د خپلو څوکو نه استعفاګانې ورکړي دي ۔
تقدير علي د خپلې استعفیٰ اعلان په باضابطه توګه ويډيو پيغام کښې کړې ، سينئر نائب صدر هم خپله استعفیٰ پارټۍ قيادت ته وړاندي کړي ۔
ذرائعو ترمخه پيښور ضلع کښې د پارټۍ نورو عهديدارانو استعفیٰ ورکولو هم امکان دې ، اختلافات د عهدو په تقسيمولو رامخې ته شوي ۔
بلخوا تحريک انصاف پريښؤدونکي مشران راضي کولو لپاره د پارټۍ مرکزي قيادت هم خپلې هلې ځلې شروع کړېدي ۔
د پي ټي آئي پيښور ريجن صدر ارباب عاصم يو بيان کښي وئيلي چې پارټۍ کښي معمولي اختلافات د معمول خبره ده ، د عهدو تقسيم مسئله ده ، زر به حل شي ۔