اسلام آباد: (لياقت علي خټک) کال دوه زره څليريشتم پاکستان لپاره يو خونړې کال ثابت شوې، ټول ملک کښې ترهه ګرې 1567پيښې رامخې ته شويدي ۔
دې پيښو کښې 598 سيکيورټي اهلکارانوپشمول 940کسان شهيدان شوي ،دې کال دوران خېبر پښتونخوا کښې 940، بلوچستان کښې 582، سندهـ کښې 24، پنجاب او اسلام آباد کښې د ترهه ګرۍ دوه ، دوه پيښې رامخې ته شوې وي ۔
کال دوه زره څليريشتم دوران د ترهه ګرۍ پيښو کښې 940 کسان شهيدان شوي او2121 ژوبل شويدي ،دې کال کښې تر ټولو سيوا ترهه ګرۍ پيښې په خېبرپښتونخوا کښې رامخې ته شويدي ۔
په 10جنورې کوهاټ کښې د ترهه ګرۍ پيښه کښې دوه پوليس افسرانو پشمول درې کسان شهيدان شوي وو ،په 29 جنورۍ شانګله کښې د اے اين پي ليډر په ډزو وژلې شوې وو، ولې په دغه ورځ د بلوچستان مچهـ جيل کښې راکټ حمله کښې يو پوليس افسر شهيد او يو ټرک ډرائيور ژوبل شوې وو ۔
په 30 جنورې بلوچستان کښې بمي چاودنه کښې څلور کسان مړ او شپږ ژوبل شوي وو، په 31 جنوري باجوړ کښې د تحريک انصاف رهنما ريحان زيب انتخابي مهم دوران په ډزو وژلې شوې وو پيښه کښې درې کسان ژوبل شوي وو ۔
قلعه عبدالله کښې د فرورې په وړومبې نيټه د اے اين پي رهنما ظهور احمد په ډزو وژلې شوې وو،په 5 فرورۍ د ډيره اسماعيل خان چوهدوان سيمه کښې ترهه ګرۍ پيښه کښې لس پوليس اهلکاران شهيدان او شپږ ژوبل شوي وو ۔
په 7 فرورۍ بلوچستان کښې بمې چاؤدنه کښې 22 نه سيوا کسان شهيدان شوي وو، په 16 مارچ شمالي وزيرستان ميرعلي سيمه کښې د ترهه ګرۍ پيښه کښې 7 سيکيورټي اهلکاران شهيدان شوي وو ۔
د مارچ په شلمه نيټه ګوادر پورټ کښې ډزو او بمي چاؤدنه کښې 10 کسان شهيدان شوي وو او 2 سيکيورټي اهلکاران هم شامل وو ،په 26 مارچ پاکستان نيول ايئربيس کښې ترهه ګرۍ پيښه کښې شپږ کسان شهيدان شوي وو او په دغه ورځ بشام کښې خودکش حمله کښې 5 چيني وګړي مړۀ شوي وو ۔
په 9 جون لکي مروت کښې بارودي مواد چاؤدنه کښې 7 سيکيورټي اهلکاران شهيدان شوي وو ،په 26اګست بلوچستان کښې پوليس سټيشن، ريلوے لائن باندې حملې او موسیٰ خيل کښې په هائي وے ډزو پيښو کښې 73 کسان شهيدان شوي وو ۔
په 7اکتوبر د کراچې جناح انټرنيشنل ايئرپورټ کښې خودکش حمله کښې 2 چيني وګړي مړۀ او 10 نور کسان ژوبل شوي وو ،په 17 اکتوبر دبلوچستان دکي ضلعې کښې يوې ترهه ګرۍ پيښه کښې 21 کارکنان وژلي شوي وو ۔
دنومبر په اولنې نيټه مستونګ کښې بمي چاؤدنه شوې وه چې پکښې 9 کسان شهيدان او 30 نه سيوا ژوبل شوي وو ،په 9 نومبر کوئټه ريلوے سټيشن باندې خودکش حمله کښې 32 کسان شهيدان او 55 نه سيوا ژوبل شوي وو ۔
په 21 نومبر ضلع کرم کښې د مسافرو ګاډو په قافله ډزې شوې وي چې پکښې 54 کسان شهيدان شوي وو ،په 21 دسمبر جنوبي وزيرستان کښې ترهه ګرو په مکين چيک پوسټ حملې کوشش کړې وو، ډزو به بدلون کښې 8 وسله وال وژل شوي وو، ترهه ګرو سره مقابله کښې د پاک فوج شپاړس ځوانان شهيدان شوي وو ۔