اسلام آباد: د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ کښې د وفاقي کابينې اجلاس شوې چې پکښې د ملک سياسي او معاشي صورتحال په معاملو خبرې شوېدي ۔
د کابينې اجلاس ته وينا په وخت وزيراعظم شهبازشريف شپږويشتم آئيني ترميم باندې اولس او کابينې ممبرانو له اومبارکي ورکړې او وئيلي دي چې د جوډيشل بنج قيام سره به عام اولس ته سهولت ميلاؤ شي ۔
وزيراعظم اووئيل چې د پارليمنټ نه دو تهائي اکثريت د ترميمي بل منظوريدل د سياسي او معاشي استحکام په حواله ملک لپاره به اهم سنګ ميل ثابت شي ۔
وزير اعظم شهباز شريف واووئيل چې آئيني بينچ سره د ميثاق جمهوريت د وژن تکميل شوے ،کال دوه زره شپږم کښي لندن کښي شهيد بينظير بهټو او ميا نواز شريف ترمينځه ميثاق جمهوريت باندي دستخط شوے وو ۔
هغۀ مخکښې اووئيل چې آئيني ترميم سره به عام اولس ته د ټولو لويه فائده رسي ، د کلونو راهسي د انصاف حصول لپاره در په در ګرځي ، د آئيني ترميم او آئيني بينچ جوړيدو سره به دغه مسئلو حل کيدو قوي امکان دے ۔
د وزير اعظم وينا وه چي ټول سياسي مشرانو په آئيني ترميم ډير مشاورت کړے وو کوم کښي چې حزب اختلاف او اتحادي ډلي هم شامل وې ۔