د خېبر پښتونخوا وزيراعلٰي سردار علي امين ګنډا پور په ټانك او ډي آئي خان كښې د پوليو ډلې په امنيتې پوليس اهلكارو د نامعلومه كسانو د ډزو غندنه وكړه ۔ د چيف منسټر هاؤس لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعلي په پوليس اهلكارو ډزو كښې د ككړو كسانو نيولو لپاره د ضروري اقدامات امر كولو سره په ډزو كښې د ژوبل شوو پوليس اهلكارو روغتيا لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ وزيراعلي ضلعي انتطاميه ته د ژوبل شوو اهلكارو طبي مرستې باوري كولو هم امر وكړو۔ سردار علي امين ګنډاپور ووئيل د پوليو ډلو په حفاظت مامور پوليس اهلكار په نخښه كول د غندنې او د افسوس وړ اقدام دے، په دغسې بزدلانه پېښو كښې ككړ كسان زمونږ د ماشومانو د خوندي سباٶن دښمنان دي۔ ده ووئيل فرنټ لائن پوليو ورکرز زمونږ اتلان دي، د دا ډول پېښو څخه به د پوليو ډلو حوصلې ماتې نشي، صوبائي حکومت صوبې څخه د پوليو وائرس خاتمې له عزم لري۔