مقامي ذرائعو وئيلي چې مينځمې کرمه کښې سيکيورټي فورسز سيمه کښې شرخوښو خلاف سرچ آپريشن نه پس خپل هيډکوارټر ته واپسي کوله چې دې دوران پرې ترهه ګرو حمله کړېده ۔
ذرائعو مطابق حمله مناتو 152 ټل ونګ سکاؤټ باندې شويده۔
ذرائعو وئيلي چې حملې سره سم د ترهه ګرو او سيکيورټي فورسز ترمينځ د ډزو تباله شويده ۔
ذارائعو ترمخه د ترهه ګرو حمله کښې درې سيکيورټي اهلکاران شهيدان شوي او يوولس نور ژوبل شويدي ۔
شهيد شوي اهلکارانو کښې نائيک اسد،سپاهي طارق او سپاهي اعجاز شامل دي ۔
مقامي ذرائعو مخکښې وئيلي ا نښته کښې درې ترهه ګرهم وژلې شويدي ۔
د حملې وروستو سيکيورټي فورسز سيمه کښې په لويه پيمانه سرچ آپريشن هم پيل کړېدې ۔