د بنو بکاخيل نه واخله تر د وزير سب ډويژن پورې علاقه کښې سرچ اپريشن جاري دے،فوځي هلي کاپټرې هم په اپريشن کښې برخه اخلي،ذرائع وائي چې د ترهه ګرو سره په نښته کښې يو سيکورټي اهلکار زخمي شوے هم دے.
د تفصيلاتو ترمخه د بکاخيل په خواؤ شا علاقه کښې د سحر نه سرچ اپريشن روان دے،په سيمه کښې فوځي هيلي کاپټرې په نظر راځي،او داسې هم اطلاعات دي چې د دے ټولې علاقے څارنه د ډرون کيمرو د لارې
کيږي
ذرائع وائي چې دا اپريشن په دغه سيمه کښې د ترهه ګرو د موجودګۍ په اطلاع باندې شورو دي، او داسې معلومات هم ميلاؤ شوي چې د سرچ اپريشن دوران يو سيکورټي اهلکار هم زخمي شوے
مقامي ذرائع وائي چې د فوځ د يو اعلي افيسر ځوئے د ميرانشاه څخه پيښور ته روان وو څوک چې په لاره کښې لاپته شو،ولې بيا ورستو داسې اطلاعات راغلل چې د هغۀ زير استعمال ګاډے د بکاخيل په مقام ولاړ موندلے شوے