بنګلاديش کښې دوه مسافر ريل ګاډي يوبل سره جنګېدلي، پيښه کښې اولس کسان پحق راسيدلې او سلو نه سيوا ژوبل شوي، ژوبل شوي کسان هسپتال ته منتقل کړي شوي، پوليس وائي چې د ريل ګاډو جنګېدو پېښه د مشرقي علاقے بهيراب کښې مخې ته راغلې۔
د بهر ملکي خبري ادارے ترمخه د بنګلاديش مشرقي علاقے بهيراب کښې دوه مسافر ريل ګاډي يوبل سره جنګېدلي دي، پيښه کښې اولس کسان پحق راسيدلي او سلو نه سيوا ژوبل شويدي۔
پوليس وائي چې ژوبل شوي کسان علاج لپاره هسپتال ته رسولي شويدي، ژوبل شوؤ کسانو کښې زياتره حالت مرګوني دې چې لوجې مړو شميره سيوا کېدې شي۔
څرګنده دې وي چې بنګلاديش کښې د ريل ګاډو پيښې د اشارو ناقص نظام، غفلت، زړې پټړې او ناقص انفراسټرکچر لوجې رامخې ته کيږي۔