سفارتي ذرائعو تصديق کړې چې سرښار اسلام آباد کښې په پنځلسم او شپاړسم اکتوبر کيدونکې د شنګهائي تعاؤن تنظيم سر مشريزه غونډه کښې به افغانستان شرکت نۀ کوي ۔
سفارتي ذرائعو مطابق افغانستان ته دغه مهمه غونډه کښې د ګډون کولو بلنه نۀ ده ورکړې شوې، او دې لړ کښې پاکستان هيڅ خنډان نۀ دي جوړ کړي بلکه افغانستان د ايس سي او غړې نۀ دې او يو آبزرور رياست دې او دا مهال غير فعال رکن دې ۔
ذرائعو ترمخه افغانستان په اووم جون کال دوه زره دولسم کښې د ايس سي او آبزرور هيواد جوړ شوې وو او د دوه زره يويشتم کال ستمبر مياشتې راهسې غير فعال غړي دې ۔
وئيلي کيږي چې افغانستان د ايس سي او افغان لوظنامے زياتره شقونو باندې منلې نۀ دي او د افغانستان تير حکومت ئې ئې هم تردې دمه نۀ دې تسليم کړې ۔
ذرائعو مطابق افغانستان ته د ايس سي او افغان لوظنامے منل ضروري دي، د ايس سي او دوه ملکونه افغانستان او منګوليا دا مهال د تنظيم غير فعال هيوادونه دي ۔ او د تنظيم سيکرټريټ لخوا آبزرور ملک منګوليا ته بلنه ورکړې شويده ۔
د يادونې وړ ده چې سرښار اسلام آباد کښې په پنځلسم او شپاړسم اکتوبر د شنګهائي تعاؤن تنظيم سر مشريزه غونډه کيدونکې ده او دې لپاره د حکومت تيارۍ زور او شور سره جاري دي ۔
دې غونډۀ کښې به د دوه سوه هيوادونو مشران او وفود ګډون کوي ، دې لړ کښې اسلام آباد کښې درې ورځو لپاره چهټي ورکړې شوې او دفعه 144 هم نافذ کړې شويده ۔